د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي واشنګټن ته تللی، څو له امریکا څخه د جګړې لپاره نور پوځي ملاتړ ترلاسه کړي. د رویټرز د راپور له مخې، هغه د وسلو د ترلاسه کولو لپاره سپینې ماڼۍ ته ورغلی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې پر ځای د سولې ټینګښت پر لومړیتوب ټینګار کړی. ټرمپ ویلي، دواړه لوري دې جګړه هماغه ځای ودروي چې اوس دي. هغه د توماهاک توغندیو د ورکولو امکان نه دی رد کړی، خو ویلي یې دي چې ډېر ژر به په هنګري کې له ولادیمیر پوتین سره د سولې پر موضوع خبرې وکړي.








