د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ډېر ژر به د اوکراین جګړې د پایته رسېدو په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مستقیمه لیدنه وکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، دواړو ولسمشرانو دوه ساعته ټېلیفوني خبرې کړې او د مجارستان په پلازمېنه بوداپسټ کې يې د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې د احتمالي غونډې پر ترسره کېدو خبرې کړې دي. د کرملین چارواکو هم د دې لیدنې پلان تایید کړی، خو کره نېټه یې نه ده څرګنده کړې. ټرمپ ویلي، هیله لري چې دا جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به له دې مخکې د موضوع پر جزیاتو خبرې وکړي.








