د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې په ۲ ورځو کې دوه ځلې خبرې کړې دي. هغه د یکشنبې په ورځ وویل چې خبرې د کیېف د هوايي دفاع او د اوکراین د پوځي او اوږد واټنه وسلو د وړتیاوو پر پیاوړتیا متمرکزې وې. زېلېنسکي پر خپله ایکس په لیکلي بیان کې زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ د ټولو روانو موضوعاتو په اړه ښه معلومات لري او دغه راز موږ موافقه وکړه چې خپل بحثونه به غځوو او دواړه ټیمونه به د راتلونکو خبرو لپاره چمتووالی نیسي. بلخوا، کریملین ویلي، مسکو د دې احتمال په اړه ژوره اندېښنه لري چې امریکا به اوکراین ته د توماهاک توغندیو د ورکولو پرېکړه وکړي.








