د کندوز ولایت د ترانسپورټ او هوايي چلند ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې دي. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کندوز د ترانسپورټ او هوايي چلند رییس مولوي محمد زمان مزمل ویلي، چې دغه ترمینل د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مالي ملاتړ پر ۴۰۰ جریبه ځمکه په اساسي ډول رغول کېږي. هغه ویلي، چې د یادې پروژې په چوکاټ کې د ترمینل اداري ودانۍ، احاطوي دېوال، د څاه کیندل او اړوند نور تاسیسات شامل دي، چې د اته میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.








