د خیبر پښتونخوا په کُرمه کې تېره شپه ناوخته پر پاکستاني پوځیانو وسله وال برید شوی چې له امله یې ۱۳ پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، په برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. سرچینه زیاتوي چې نښته څو ساعته روانه وه او د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی.








