حماس ویلي، د قطر په منځګړیتوب د امریکا د ولسمشر وړاندیز شوي اوربند منلو ته چمتو دي، خو د جګړې د بشپړ پای لپاره «واقعي تضمینونه» غواړي. د الجزیزې د راپور له مخې، د حماس مشر خلیل الحیة ویلي چې اسراییلو مخکې دوه اوربندونه مات کړي او پر اشغال باور نه لري. د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د دوشنبې راهیسې په مصر کې روانې دي، او ټاکل شوې نن قطري او امریکایي چارواکي د خبرو د دوام لپاره قاهرې ته ولاړ شي.








