فرانسوي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد نوي لومړي وزیر سباستیان لېکورنیو د خپلې دندې په ۲۷مه ورځ د سیاسي بېثباتۍ له امله له دندې استفاه وکړه. هغه له ولسمشر اېمانوېل مکرون او د ښي پال ګوند څخه غوښتي، چې د سیاسي بېثباتۍ ختمولو لپاره ملي شورا منحل کړي. په استعفا کې راغلي، چې ژر تر ژره باید د سیاسي ټیکاو د ټینګښت لپاره ټاکنو ته لارې چارې برابرې شي.








