د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ددغه هېواد جنوبي ولایت هرمزگان ته د سفر پر مهال څرګنده کړې ده، چې د اوبو د کمښت د کړکېچ زیاتېدو او ځینو نورو ستونزو له امله، ایران بله لار نه لري؛ پرته له دې چې خپله پلازمېنه له تهران څخه جنوبي سیمو ته ولېږدوي. پزشکیان ویلي، هغه دا وړاندیز د ایران رهبر آیتالله خامنهيي ته هم کړی دی، چې ګواکي پلازمېنه باید د خلیج فارس پر لور ولېږدول شي. هغه ټینګار کړی، چې د پلازمېنې لېږد نور انتخاب نه دی، بلکې یوه جدي اړتیا ده.








