د راپورونو له مخې د تېرې اونۍ له چهار شنبې څخه د روانې اونۍ تر شنبې پورې سلګونه زره کسان د ایټالیا په روم ښار کې د فلسطین په ملاتړ لاریون ته راوتلي وو او د «فلسطین ازاد کړئ» شعارونه یې ورکول. د لاریون د تنظیموونکو په خبره، یو مېلیون کسانو ګډون کړی وو؛ خو پولیسو ویلي چې یوازې ۲۵۰زرو تنو په دې ستر لاریون کې برخه اخیستې وه.








