د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس خبري وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې هغه تېره جمعه د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ لهخوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده. ټرمپ دغه راز بیا امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي. د اکسیوس په راپور کې ویل شوي، د ټرمپ سلاکارانو مخکې له اړېکې څخه هغه ته ویلي و، چې نتنیاهو د دې وړاندیز په اړه شکمن دی؛ خو کله چې تماس ونیول شو نتنیاهو هوکړه وکړه، چې مخ پروړاندې لاړ شي. ټرمپ زیاته کړه: «ما نتنیاهو ته وویل، دا ستا د بریا فرصت دی. هغه موافقه وکړه. هغه باید موافقه وکړي. بله چاره نه لري.








