الجزیرې راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسراییلو د وروستیو بریدونو له امله پرون لږ تر لږه ۷۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي. د راپور له مخې په دغو بریدونو کې دوه توغندي د غزې ښار په ختیځ کې د الفلاح په نوم پر هغه ښوونځي لګېدلي، چې سلګونه بېځایه شوي پکې مېشت دي. د دې توغندیو د لګېدو له امله لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. اسراییلو داسې مهال پر غزه تړانګه خپلو بېرحمه بریدونو ته دوام ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوربند د وړاندې شوې ۲۱ مادهییزې طرحې په تړاو خبرې روانې دي.








