د راپورونو له مخې حماس ته نژدې سرچینو ویلي، چې کېدای شي، حماس په ځينو شرطونو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړانديز د غزې شخړې د ختمېدو په پار ”۲۰ فقره ييزه طرحه“ ومني. دا دویمه ورځ ده، چې حماس او د فلسطين اړوندې ډلې د يادې طرحې په اړه پر بحث بوختې دي. سرچینې ویلي، د حماس غوښتنه ښايي دا وي چې د يادې طرحې ځينې مادې تعديل او د اسراییلو د وتلو مهال ويش وټاکل شي.








