د راپورونو له مخې یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي ویلي، موږ د مختلفو انتخابونو لپاره ځانونه چمتو کوو، چې یو یې د ایران پر ضد بیا اقدام دی. دغه لوړپوړی قوماندان ادعا کړې، چې تهران له اسراییلي پوځ څخه په تېرو برېدونو کې هم درنه ضربه لیدلې ده. خو بل لور ته، څو ایراني پوځي چارواکو په تېرو څو اونیو کې خبرداری ورکړی، چې د اسراییل هر ډول نوي برید ته به قاطع او سخت ځواب ورکړي.








