د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې پوځ یې د ډوبروپیلیا په عملیاتو کې نږدې ۱۶۹ کیلومتره مربع سیمه بېرته نیولي او له ۱۸۷ کیلومتره زیاتې سیمې یې د روسي ځواکونو له شتون څخه پاکې کړې دي. زېلېنسکي له خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو سره په یوه ناسته کې ویلي چې اوکرایني ځواکونو د زاپورېژیا په سیمه کې د روسیې یوه جنګي الوتکه هم نسکوره کړې او ټینګار یې کړی چې د خپلو ښارونو د خوندي کولو لپاره به د روسي هوايي ځواک پر ضد بریدونو ته دوام ورکړي.








