د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد به سبا د یکشنبې په ورځ فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. په اعلامیه کې راغلي، چې پرتګال به د فلسطین دولت د جوړېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ یوه ورځ مخکې فلسطین په رسمیت وپېژني. تر دې وړاندې د بریتانیا، فرانسې، کاناډا او اسټرالیا په ګډون نهه نورو هېوادونو هم اعلان کړی، چې فلسطین به د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.








