د امریکا پوځ ویلي، چې څلور پوځیان یې واشنګټن کې د دوی د بلک هاک چورلکې د راغورځېدو له امله مړه شوي دي. دغه پېښه په سیمه ییز وخت د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۹ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې د یادو پوځیانو چورلکه د واشنګټن په یوه کلیواله سیمه کې ګډې پوځي اډې ته نږدې سیمه کې راوغورځېده. د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال جوناتن براګا ویلي، د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.








