د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان کړی چې په ایران کې د چابهار بندر لپاره د بندیزونو معافیت به لغوه شي. هندي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه ستراتیژیک بندر باندې بندیزونه به د سپتمبر له ۲۹مې نیټې څخه، شاوخوا لس ورځې وروسته پلي شي. راپور کې ویل شوي چې که څه هم دا اقدام په عمده توګه د ایران پر وړاندې دی، خو پر هند به هم منفي اغېز وکړي، ځکه هند له ایران سره د چابهار بندر د پراختیا پر پروژو کار کوي. د کارپوهانو په باور، دغه بندیزونه به د هند پر هغه تګلاره هم اغېزه ولري چې غواړي افغانستان او منځنۍ آسیا ته د چابهار له لارې لاسرسی ولري.








