د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د ټوپ دښتې څخه تر چک ولسوالۍ پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې د ۱۰ میلیونه او ۶۲ زره افغانیو په لګښت پیل شوې. د پروژې د پیل پرمهال د دغه ولایت والي خیرالله خیرخواه ویلي، چې هڅه کوي له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د ولایت په کچه د ولسونو لپاره د بیارغونې پروژې پلې کړي. مسوولسن وايي، چې د دغه سړک په اوږدو کې ۱۶ پلچکونو رغونه، د ۶ واشونو، استنادي دېو الونو بیارغولو او د سړک موجوده سفالټ داغګیري نیول په کې شامل دي، چې په شپږو میاشتو کې یاده پروژه بشپړه شي.








