د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغه کانال د جوړولو چارې د ښار په ۳مه او ۷مه ناحیه کې د ۵ میلیونه ۶۱۶ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ مالي کال په ترڅ کې به د ښاروالۍ له لوري ۱۵ پراختیايي پروژې پلي شي، چې له ډلې یې د ځینو کارونه پیل شوي او نورې د تدارکاتي پړاوونو په حال کې دي. د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د ښاریانو ګڼې ستونزې، په ځانګړي ډول د اوبو رسولو او د تګ راتګ پر مهال د سړکونو د خرابوالي ستونزې هواره شي.








