د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د بولۍ له لارې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې (بیروج) پلورل شوي دي. د مسوولینو په نورګرام ولسوالۍ کې د ازادې بولۍ له لارې د یو میلیون ۸۱۰ زره افغانیو په ارزښت ۵ کیلو ګرامه د بیروج ډبرې پلورل شوې. ځایي مسوولین دغه راز وایي، چې د یادې بولۍ له لارې به د دولت خزانې ته ۱۸۱ زره افغانۍ عواید جمع شي.








