د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې دواړو مشرانو د لیدنې پر مهال د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اوږدې او تاریخي ملګرتیا پر پراختیا ټینګار کړی.








