د ایران د اهواز ښار کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله شپږ تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه نن سهار د اهواز په پاردیس سیمه کې رامنځته شوې ده. د اهواز ښاروالۍ د اور وژنې ادارې مشر بابک ربیعي ویلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د استوګنې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.








