د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوحې سرمشریزې ته تر تلو وړاندې ویلي، په یوه غونډه کې د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې اسلامي هېوادونه دې له اسراییل سره خپلې اړیکې پرېکړي او تر ممکنه حده دې په خپل منځ یووالی وساتي. نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي هېوادونه د اسراییل پر وړاندې متحد شي او وکولی شي د اسراییل اقدماتو پر ضد ګډ او یو موټي دریځ ته لاسرسی پیدا کړي. ایراني رسنیو ویلي، چې مسعود پزشکیان پرون دوشنبه دوحې ته روان شوی دی. د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه داسې مهال ترسره کیږي چې په دوحې د اسراییل له هوايي برید وروسته منځني ختیځ کې ننګونې اوج ته رسېدلي دي.








