د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ويلي، له امریکا او مصر سره به په ګډه په غزه کې د اوربند لپاره په مذاکراتو کې منځګړیتوب ته دوام ورکړي. قطر په دوحه کې د حماس پر غړو د اسراییل له برید وروسته په منځګړیتوب کې د خپل رول له ځنډولو خبر ورکړی و. ال ثاني پرون په دوحه کې د عربي- اسلامي هېوادونو د ځانګړې غونډې په مقدماتي جلسه کې ویلي، اسراییل به پر دې بریالی نه شي، چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د قطر او مصر د منځګړیتوب هڅې ودروي. د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په دوحه کې پر دوحې د اسراییلو وروستی برید «د نړۍوالو حقوقو نقض» او «د سیمې د ثبات لپاره ګواښ» وباله.








