اروپایي پارلمان یوه طرحه تصویب کړې چې له مخې یې له غړو هېوادونو څخه غوښتل شوي، د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني. دغه طرحه د ۳۰۵ مثبتو، ۱۵۱ منفي او ۱۲۲ ممتنع رایو تصویب شوې ده. په تصویب شوې طرحه کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بېړني او تلپاتې اوربند غوښتنه شوې او ټینګار شوی، چې د اسراییلي بندیانو خوشې کولو او د ځان د دفاع لپاره د اسراییل د حق غوښتنه شوې خو د طرحې لهمخې، دغه دفاع باید پر ملکیانو برید نه اوسي.








