د راپورونو له مخې په مرکزي مکسیکو کې د اورګاډي او دوه پوړیز مسافر وړونکي بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۶۱ نور ټپیان شوي دي. رویټرز په خپاره کړي راپور کې ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې بس چلوونکي هڅه وکړه د روان باروړونکي اورګاډي له مخې تېر شي، چې د وخت د نه درک کولو له امله دا درنه پېښه رامنځته شوه. ټپیان د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د اورګاډي د چلولو شرکت «سي پي کې سي اېم» د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او د پېښې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده. یاد شرکت په کلکه ټینګار کړی، چې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د رېلپټلۍ د تګ راتګ اصولو ته نه پاملرنه د ورته پېښو اصلي لامل دی.








