رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان د سوېلي پنجاب ملتان ولسوالۍ کې د سېلابځپلو خلکو د ژغورنې پر مهال د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږترلږه پنځه کسان مړه شوي دي. د پاکستان د طبيعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، چې د مرستو ۴۲۳ کیمپونه، ۵۱۲ روغتیايي مرکزونه او څارویو د ژغورنې لپاره ۴۳۲ پوستې جوړې شوي دي. تر دې مهاله تر ۱.۵ مېلیونه ډېر څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي. تر دې وړاندې د مرستو رسونې د کمېسیون غړي نبیل جاوېد رسنیو ته ویلي و چې د راوي، ستلج او چناب سیندونو د سېلابونو له کبله تر څلور زره او ۱۰۰ ډېر کلي اغېزمن او تر ۲مېلیونو ډېر خلک له خپلو کورونو نه وتلو ته اړ شوي دي.








