په سریلانکا کې د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۵ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي. پېښه د ویلووایا ښار ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې، چې له پلازمېنې کولمبو څخه شاوخوا ۲۸۰ کیلومتره لرې ده.








