د روسیې او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې د لویدیځ له بازارونو د روسیې د مخ اړولو وروسته نورې هم پیاوړې شوې دي. په چین کې د روسیې سفیر ایګور مورګولوف ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په تېرو درېیو کلونو کې ۶۷ سلنه لوړه شوې او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې کچه ۲۴۴.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، له لویدیځه د چینایي شرکتونو تر وتلو وروسته دغو شرکتونو ژر روسیې ته مخه کړې او اړین توکي یې برابر کړي، همدارنګه روسي صادروونکي هم خپل صادرات زیاتره چین ته لېږي.








