د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي، چې د ایران سفیر یې له هېواده ایستلی او په تهران کې یې د اسټرالیا سفارت تړلی دی. اسټرالیا دغه اقدام د یهودو پرضد په دوو بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په غبرګون کړی دی. د اسټرالیا لومړي وزیر همدا راز ویلي، چې د سفارت د تړلو سربېره به اسټرالیا د ایران د سپاه پاسداران نوم هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي. د اسټرالیا استخباراتي ادارې موندلې، چې ایران په سېډني کې د یوه رسټورانټ او په مېلبورن کې د یوه مذهبي ځای پر ضد بریدونه تنظیم کړي دي.








