الجزیرې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د غزې جګړه به په راتلونکو ۲ یا ۳ اوونیو کې په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. راپور زیاتوي، چې ټرمپ د غزې اوسېدونکو د وضعیت په اړه ویلي چې جګړه باید ختمه شي. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د روان میلادي کال په لومړیو کې وړاندیز کړی و چې ټول فلسطینیان دې له غزې ووځي؛ داسې یو پلان چې که پلی شي، توکمیزه تصفیه او بشریت ضد جنایت به وګڼل شي. د ټرمپ حکومت اسراییلو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې ورکړې او د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه یې نړیوالې هڅې رد کړې دي.








