د هالنډ حکومت د کابینې نهه وزیرانو د اسراییلو پر ضد د جدي بندیزونو د نه عملي کېدو له امله له خپلو دندو استعفا ورکړه. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر کاسپار ولدکمپ، چې د «نوي ټولنیز تړون» منځلارې ګوند غړی دی، له کابینې څخه د غزې د ملاتړ نه تر ترلاسه کېدو وروسته استعفا وکړه. نوموړي غوښتل، چې هالنډ ته د اسراییلي افراطي وزیرانو د ورتګ مخه ونیسي، خو له مخالفت سره مخ شو. وروسته څلور نورو وزیرانو لکه د ټولنیزو چارو، د کورنیو چارو وزیرې، د پوهنې او د روغتیا وزیر هم استعفا ورکړه. حماس غورځنګ د هالنډ د وزیرانو دا اقدام د جرئت او اخلاقو څرګندونه بللې او ویې ویل، چې دا یو قوي پیغام دی، چې باید د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وشي.








