د لندن پوهنتون کالج او د سټاکهولم د چاپېریال انسټیټیوټ نوې څېړنه ښيي، چې د هوا ککړتیا هر کال په ټوله امریکا کې تر ۹۰ زرو څخه د ډېرو کسانو د وخت نه مخکې د مړینې او د سلګونو زرو نورو د ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کیږي. د دې څېړنې پر بنسټ، رنګین پوستې ټولنې (لکه لاتینتبار، افریقایي او اسیايي الاصله خلک) تر ټولو زیات د دې ککړتیا له امله زیان ویني. دغه راز، هر کال په امریکا کې له ۱۰زرو زیات ماشومان وختي نړۍ ته راځي، ۲۱۶ زره د ماشومانو د تنفسي ناروغۍ پېښې ثبتېږي او ۱۶۱۰ کسان په سرطان اخته کېږي، چې دا ټول د نفتو او ګازو له خطرناکو ککړو موادو سره تړاو لري. تر ټولو ډېرې پېښې د کلیفورنیا، ټکزاس، نیویارک، پنسلوانیا او نیوجرسي ایالتونو کې لیدل شوي دي.








