پر غزې د اسراییل له بریدونو او هلته د ولسي وګړو او ماشومانو له شهیدانولو وروسته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د محاکمه کېدو مساله مطرح شوې او ان د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري یې د نیول کېدو مساله هم راپورته شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا له اسراییل څخه د ملاتړ لپاره میلیاردونه ډالره لګولي. نوموړي ویلي، چې د نتنیاهو د محاکمه کېدو په صورت کې به له اسراییل سره کېدونکې مرستې بندې کړي او دغه راز یې زیاته کړې، چې دغه وضعیت به ونه شي زغملی. ډونالډ ټرمپ د نتنیاهو محاکمه یو “مغرضانه او سیاسي” څار وباله او زیاته یې کړه، چې دغه اقدام به «له ایران او حماس سره د مذاکراتو بهیر ټکنی کړي.







