د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د امریکا له سي بي اېس شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې که څه هم د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د ایران اټومي تاسیساتو ته زیان رسېدلی، خو ښایي تهران وکولای شي په ډېر کم وخت کې د غني شویو یورانیمو تولید بیا پیل کړي. نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د بریدونو تر مخه خپلې ټولې یا یوه برخه د ۴۰۸.۶ کیلو ګرامه لوړ غني شوي یورانیم ذخیرې بل ځای ته لېږدولې که نه، وویل: «موږ نه پوهېږو چې دا مواد اوس چېرې دي.» هغه زیاته کړه: «احتمال شته چې یوه برخه یې د بریدونو پر مهال له منځه تللې وي، خو دا هم شونې ده چې یوه برخه یې انتقال شوې وي.







