د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له افغانستان سره د هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه په منظم ډول او له خنډ پرته دوام لري. یاد وزارت د هېواد د ګمرکونو او ولایتي مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې له افغانستان سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو تجارتي اړیکې نورمالې او په کور دننه بازارونو ته د توکو د وارداتو، ترانزېټ په عادي ډول روان دی. د یاد وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، سرپرست حکومت د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د وارداتي توکو او بدیلو لارو په برخه کې اړین اقدامات کړي. یاد وزارت ویلي، په بازارونو کې یې د هغو کسانو په وړاندې، چې احتکار کوي جدي اقدامات کړي او له خلکو یې غوښتي چې اندېښنه ونه کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت داسې مهال دا خبر ورکړی، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه روانه ده او له امله یې د خلکو ترمنځ د سوداګریزو توکو د نرخونو د لوړېدو په اړه اندېښنې رامنځته شوې.