د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی نن دوشنبه په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ښار ته تللی دی. سرچینې ویلي، چې د د دغه سفر موخه د پانګونې په اړه د تاشکند په څلورم نړۍوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو ناستو کې د شویو پرېکړو او ژمنو څارنه یاده شوې ده. په تاشکند د پانګونې دغه نړیوال کنفراس هرکال د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د ولسمشرانو، وزیرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړیږي. بل پلو، ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ټنه بشري مرستې رالیږلي دي. د مالوماتو له مخې په دغو مرستو کې چې خوارکي توکې په کې شامل دي د حیراتان بندر له لارې افغانستان ته رارسیدلي دي.