د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په تازه څر ګندونو کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې غوښتونکی نه دی او د اوکراین د بشپړ ماتولو په لټه کې دی. نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې روسیې وویل ټانکونه یې د اوکراین د دونیڅک سیمې لوېدیځې پولې ته رسېدلي دي. د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د ټانک ۹۰یمه لوا د اوکراین د دونیڅک سیمې لوېدیځې پولې ته رسېدلې او د ډنيپروپتروفسک سیمې پر لور یې بریدونه پیل کړي دي. له دې سره، د اوکراین رسنیو بیا د یکشنبې په ماښام راپور ورکړی چې د روسیې د احتمالي هوایي بریدونو له امله د اوکراین په شپږو ولایتونو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.