د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرېدو خبر ورکړی دی. د یاد ریاست د رسنیزدفتر مسوول محمد محمدي ویلي چې دغه شبکه د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د یادې ولسوالۍ په منځني کنسک کلي کې د ۶.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.