د امارتي شرکتونو رییس احمدجان بلال په افغانستان کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، د روسیې سفیر په دې لیدنه کې د حیرتان بندر په سیمه کې د یوې ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړېدو غوښتنه کړې ده، چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، پروسس، بستهبندۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو لپاره به زمینه برابره کړي. احمدجان بلال هم د اقتصادي برخو په اړه د روسیې د همکاریو هرکلی کړی او له دغه هېواد څخه یې په افغانستان کې د بار وړونکو موټرو د ترمیم د مرکز جوړولو او د نفتو د محصولاتو د واردولو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.








