د راپورونو له مخې د سوریې انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د سعودي عربستان له پادشاه او ولیعهد سره لیدلي دي. عربي رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد یکشنبه د فبرورۍ پر ۲مه په ریاض کې له احمد الشرع څخه هرکلی کړی دی. له دې وړاندې محمد بن سلمان د سوریې انتقالي دولت د رییس په توګه د احمد الشرع د ګومارل کېدو مبارکي ورکړې وه. په سوریې کې له وروستیو بدلولونو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دمشق ته تللی و. د سوریې انتقالي دولت ولسمشر له العربیې سره په مرکه کې ویلي و چې سعودي عربستان د سوریې په راتلونکې کې مهم رول لوبولی شي. د یادولو وړ ده، چې دا د احمد الشرع لومړنی بهرنی سفر دی.