د عدلیې سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی. سرپرست وزیر په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیېګډو مذهبي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ویلي، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د بهرنیو اړیکو پراختیا ته ژمن دی. بلخوا بیا جنګ اونال، افغانستان او ترکیه دوه ورونه هېوادونو بللي او ویلي یې دي، چې د ترکیې ولسمشر تل د افغانستان وضعیت څاري او له سرپرست حکومت سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.