د چين ولسمشر شي جين پېنګ د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفونې خبرې کړې دي. شي جين پېنګ په دغه ټلیفوني خبرو کې هيله ښودلې، چې دواړه خواوې د نوي مبدا پر وړاندې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. نوموړي ویلي، چې چين او امريکا دواړه ستر هېوادونه دي او د خپلو هیلو د پوره کولو او د خلکو د لا ښه ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې دي. شي جين پېنګ ویلي، چې چين او امريکا بايد يو د بل کليدي ګټو او مهمو پاملرنو ته درناوی وکړي او د مسئلو د حل لپاره دې مناسبې لارې چارې پيدا کړي. د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امريکا او چين بايد دايمي دوستي وساتي او د نړيوالې سولې د خونديتوب لپاره په ګډه کار وکړي. دواړو ولسمشرانو د اوکراين کړکېچ او د فلسطين او اسراییلو ترمنځ د شخړو په شمول د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه د نظريو تبادلې هم کړې دي.