د پاکستان پوځ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد پر فرضي کرښه ۹۸ سلنه او له ایران سره پر پوله ۹۱ سلنه د اغزن تار لګولو چارې بشپړې شوې دي. په لیکلي بیان کې زیاته شوې، چې دا پروژه ټولټال ۳زره ۲۱۷ کیلومتره د پاکستان پولې تر پوښښ لاندې راولي، د امنیتي ګواښونو، قاچاق او ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د هر اړخېزې ستراتیژۍ یوه برخه ده. د پاکستان د پوځ د مالوماتو له مخې، تر اوسه له ۳زره۱۰۰ کلومتره زیاتې پولې اغزن تار او استحکامات فعال شوي دي.








