د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، تېره شپه دغه ولایت کې په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ تنه مړه شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې لومړۍ پېښه د کابل ــ کندهار پر لویه لار د دغه ولایت په مرکز کې د یو ٥٨٠ ډوله موټر او ټانکر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې چې، شاوخوا ۲۰ تنه پکې مړه شوي او پنځه نور ژوبل دي. تر دې پېښې یوه شیبه وروسته د غزني مرکز تر څېرمه په ناني سیمه کې د یوه لوی مسافر وړونکي موټر او ټېلر ترمنځ بله پېښه رامنځته شوې ده. د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، په دغو پېښو کې ۳۰ تنه ژوبل شوي،چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ نه وو، کابل ته لېږدول شوي دي.








