سعودي عربستان-کاپ۱۶ غونډه / پایله
ایډي: 8407983
نېټه: وروستۍ
ځای: سعودي عربستان
موده: یوه دقیقه او شپږ ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-14 17:43
وروستی سمون: 2024-12-14 19:33
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د صحرایي کېدو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCCD)کاپ ۱۶غونډه د شنبې په ورځ پای ته ورسېده، چې پکې د وچکالۍ اړوند تګلارو په ګډون ۳۹ پرېکړه لیکونه تصویب شول.
د یادې دوه اونیزې غونډې وروستۍ ورځ له څو ځنډونو سره مخ وه، چې بلاخره په پای کې د شنبې په سهار پای ته ورسېده. د وچکالۍ د نوي چوکاټ په اړه خبرې پای ته ونه رسېدې، خو ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د کاپ ۱۶ د پرمختګونو پر بنسټ بحثونه به دوام وکړي او دغه چوکاټ به په ۲۰۲۶ کال کې په منګولیا کې د کاپ ۱۷ غونډې پر مهال وروستی شي.
دغه راز، د صحرایي کېدو سره او هم د ځمکې د تخریب او وچکالۍ سره د مبارزې لپاره تر ۱۲ میلیارده ډالرو زیاتو مرستو ژمنې وشوې، چې په ځانګړي ډول د نړۍ تر ټولو زیانمنو هېوادونو ته به ورکړل شي.
په دې غونډه کې د ځمکې د بیارغونې او وچکالۍ لپاره د چمتووالي په اړه نورې ژمنې هم وشوې. د دې ژمنو یوه بېلګه د ریاض نړیوالې وچکالۍ سره د مقاومت شراکت دی، چې په دې برخه کې یې د نړۍ له ۸۰ تر ټولو زیانمنو هېوادونو سره د مرستې لپاره څه باندې ۱۲.۱۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي، څو د وچکالۍ پر وړاندې د دغو هېوادونو د مقاومت ظرفیت ګړندی او مستحکم کړي.
د کنفرانس په ترڅ کې، د چین په پویلین(د چين په تالار) کې د بېلا بېلو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د لسو غونډو کوربه توب هم وشو. همدارنګه، د چین د څو لسیزو اوږدې هڅې او تجربې یې نندارې ته وړاندې کړې چې د صحرايي کېدو پر وړاندې یې د مختلفو پروژو او ابتکاراتو له لارې مبارزه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د روانې دسمبر میاشتې له ۲ نېټې څخه تر ۱۳ پورې د “زموږ ځمکه. زموږ راتلونکی” تر عنوان لاندې ترسره شوه. دغه کنفرانس د ځمکې پر مسایلو تر ټولو لوی نړیوال کنفرانس دی او دا لومړی ځل و چې د صحرایي کېدو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCCD) کاپ ۱۶ غونډه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ترسره کېږي.