سه شنبه, سپتمبر 29, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د سعودي په کوربه توب د کاپ ۱۶ غونډه پای ته ورسېده

STR NEWS by STR NEWS
دسمبر 15, 2024
1 0
0
د سعودي په کوربه توب د کاپ ۱۶ غونډه پای ته ورسېده
2
SHARES
8
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8407983.webm

سعودي عربستان-کاپ۱۶ غونډه / پایله

ای‌ډي: 8407983

نېټه: وروستۍ

ځای: سعودي عربستان

موده: یوه دقیقه او شپږ ویشت ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-12-14 17:43

وروستی سمون: 2024-12-14 19:33

بشپړ خبر

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د صحرایي کېدو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون  (UNCCD)کاپ ۱۶غونډه د شنبې په ورځ پای ته ورسېده، چې پکې د وچکالۍ اړوند تګلارو په ګډون ۳۹ پرېکړه لیکونه تصویب شول.

د یادې دوه اونیزې غونډې وروستۍ ورځ له څو ځنډونو سره مخ وه، چې بلاخره په پای کې د شنبې په سهار پای ته ورسېده. د وچکالۍ د نوي چوکاټ په اړه خبرې پای ته ونه رسېدې، خو ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د کاپ ۱۶ د پرمختګونو پر بنسټ بحثونه به دوام وکړي او دغه چوکاټ به په ۲۰۲۶ کال کې په منګولیا کې د کاپ ۱۷ غونډې پر مهال وروستی شي.

دغه راز، د صحرایي کېدو سره او هم د ځمکې د تخریب او وچکالۍ سره د مبارزې لپاره تر ۱۲ میلیارده ډالرو زیاتو مرستو ژمنې وشوې، چې په ځانګړي ډول د نړۍ تر ټولو زیانمنو هېوادونو ته به ورکړل شي.

په دې غونډه کې د ځمکې د بیارغونې او وچکالۍ لپاره د چمتووالي په اړه نورې ژمنې هم وشوې. د دې ژمنو یوه بېلګه د ریاض نړیوالې وچکالۍ سره د مقاومت شراکت دی، چې په دې برخه کې یې د نړۍ له ۸۰ تر ټولو زیانمنو هېوادونو سره د مرستې لپاره څه باندې ۱۲.۱۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي، څو د وچکالۍ پر وړاندې د دغو هېوادونو د مقاومت ظرفیت ګړندی او مستحکم کړي.

د کنفرانس په ترڅ کې، د چین په پویلین(د چين په تالار) کې د بېلا بېلو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د لسو غونډو کوربه توب هم وشو. همدارنګه، د چین د څو لسیزو اوږدې هڅې او تجربې یې نندارې ته وړاندې کړې چې د صحرايي کېدو پر وړاندې یې د مختلفو پروژو او ابتکاراتو له لارې مبارزه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د روانې دسمبر میاشتې له ۲ نېټې څخه تر ۱۳ پورې د “زموږ ځمکه. زموږ راتلونکی” تر عنوان لاندې ترسره شوه. دغه کنفرانس د ځمکې پر مسایلو تر ټولو لوی نړیوال کنفرانس دی او دا لومړی  ځل و چې د صحرایي کېدو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCCD) کاپ ۱۶ غونډه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ترسره کېږي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نیمروز؛ د څه باندې ۴۱ ټنه بې‌کیفیته سولرو د واردولو مخه ونیول شوه
اقتصاد او سوداګري

نیمروز؛ د څه باندې ۴۱ ټنه بې‌کیفیته سولرو د واردولو مخه ونیول شوه

سپتمبر 29, 2026
عراقچي؛ نیویارک کې د امریکا او ایران ترمنځ له منځګړو سره وګوري
وروستی خبرونه

عراقچي؛ نیویارک کې د امریکا او ایران ترمنځ له منځګړو سره وګوري

سپتمبر 29, 2026
جوزجان؛ له ازبکستاني سوداګرو سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد او سوداګري

جوزجان؛ له ازبکستاني سوداګرو سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

سپتمبر 29, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved