د ویډیويي رسنیو ۱۲م نړیوال فورم د چین په چین جو ښار کې د روانې ډیسمبر میاشتې په درېمه نېټه د سه شنبې په ورځ په شانداره مراسمو پرانیستل شو. دا نړیواله غونډه، چې د کلتوري تبادلو او نوښتګر نظرونو د وړاندې کولو لپاره یو ځانګړی فرصت ګڼل کېږي، د ۶۰ هېوادونو او سیمو د ۲۰۰ مخکښو استازو کوربه وه. ګډونوالو د ویډیويي رسنیو په ارزښت، د عصري ټیکنالوژۍ په ادغام، او د نړیوالو ننګونو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت خبرې وکړې. د ویډیويي رسنیو ۱۲م نړیوال فورم اجنډا د فقر له منځه وړل، زرغونې پراختیا او د دوامداره پرمختګ پر هڅو راڅرخېده.
چین جو، د تاریخ په اوږدو کې د چین یو له سترو فرهنګي او تجارتي مرکزونو څخه پاتې شوی او دغه راز د ورېښمو لارې د پیل ټکی ګڼل کېږي. دا ښار د سوداګرۍ او کلتوري تبادلو په ډګر کې له پیړیو راهیسې د نړۍ په زړه کې ځای لري.
په دې ښار کې د مختلفو دینونو پیروانو د زرګونو کلونو راهیسې په سوله کې ګډ ژوند کړی دی. د اسلام، بودیزم، مسیحیت، طاویزم او کنفوسیوسزم دینونه په دې ښار کې د یووالي او همغږۍ ژوندۍ بېلګې دي. د چین جو تاریخي بڼه د دې ښودنه کوي چې دا ښار نه یوازې د چین لپاره، بلکې د نړیوالو لپاره د کلتوري ورورګلوۍ یو مثال دی.
ددغه ښار په زړه کې یو ستر پل هم جوړ دی ، چې د دې ښار د معاصرې انجنیرۍ شاهکار ګڼل کېږي. دا پل، چې شاوخوا ۷۰۰ متره اوږدوالی لري، د ښار دننه د ترافیکو لپاره نه یوازې اسانتیا برابروي، بلکې د سیلانیانو لپاره یوه زړه راښکونکې ننداره ده. د یاد پل ډیزاین او جوړښت د چین جو د پرمختللې بڼې او اقتصادي ودې یو ښکلی انځور وړاندې کوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د یونسکو نړیوال سازمان د چین جو ښار ځینې برخې د تاریخي آبداتو په لیست کې شاملې کړې، چې له دې جملې څخه ددغه لرغوني ښار هغه ساحې شاملې دي چې د ورېښمو لارې په ترڅ کې د سوداګرۍ او کلتوري تبادلو مهم مرکز و. «د نړۍ سوداګریز مرکز» په نوم دا نومول شوې ساحه د تاریخي ودانیو، مذهبي ځایونو، پخوانیو پلونو، او نورو لرغونو آثارو څخه جوړه ده. دغه ځایونه د سونګ او یوان دورو (۱۰مه تر ۱۴مې پېړۍ) پورې کلتوري تعامل ښيي، چې په نړیوالو سوداګریزو اړیکو کې یې مهم رول لوبولی دی.
چین جو د تاریخ او معاصر پرمختګ یو ځانګړی امتزاج دی، چې د نړۍ لپاره د کلتوري یووالي، اقتصادي پیاوړتیا، او مذهبي همغږۍ بېلګه ګڼل کېږي. دغه نړیواله غونډه، چې د نوښتګرو نظرونو او ګډو هڅو کوربه وه، د دې ښار د ځانګړتیاوو یوه ژوندۍ نښه ده.