سه شنبه, سپتمبر 29, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په چین کې د سراسري جنوب هیوادونو د ویډیويي رسنیو فورم؛ د کلتوري تبادلو لپاره نوې لار

STR NEWS by STR NEWS
دسمبر 10, 2024
8 0
0
په چین کې د سراسري جنوب هیوادونو د ویډیويي رسنیو فورم؛ د کلتوري تبادلو لپاره نوې لار
12
SHARES
48
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/STR%20TV%20Logo.webm

د ویډیويي رسنیو ۱۲م نړیوال فورم د چین په چین جو ښار کې د روانې ډیسمبر میاشتې په درېمه نېټه د سه شنبې په ورځ په شانداره مراسمو پرانیستل شو. دا نړیواله غونډه، چې د کلتوري تبادلو او نوښتګر نظرونو د وړاندې کولو لپاره یو ځانګړی فرصت ګڼل کېږي، د ۶۰ هېوادونو او سیمو د ۲۰۰ مخکښو استازو کوربه وه. ګډونوالو د ویډیويي رسنیو په ارزښت، د عصري ټیکنالوژۍ په ادغام، او د نړیوالو ننګونو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت خبرې وکړې. د ویډیويي رسنیو ۱۲م نړیوال فورم اجنډا د فقر له منځه وړل، زرغونې پراختیا او د دوامداره پرمختګ پر هڅو راڅرخېده.

چین جو، د تاریخ په اوږدو کې د چین یو له سترو فرهنګي او تجارتي مرکزونو څخه پاتې شوی او دغه راز د ورېښمو لارې د پیل ټکی ګڼل کېږي. دا ښار د سوداګرۍ او کلتوري تبادلو په ډګر کې له پیړیو راهیسې د نړۍ په زړه کې ځای لري.

په دې ښار کې د مختلفو دینونو پیروانو د زرګونو کلونو راهیسې په سوله کې ګډ ژوند کړی دی. د اسلام، بودیزم، مسیحیت، طاویزم او کنفوسیوسزم دینونه په دې ښار کې د یووالي او همغږۍ ژوندۍ بېلګې دي. د چین جو تاریخي بڼه د دې ښودنه کوي چې دا ښار نه یوازې د چین لپاره، بلکې د نړیوالو لپاره د کلتوري ورورګلوۍ یو مثال دی.

 ددغه ښار په زړه کې یو ستر پل هم جوړ دی ، چې د دې ښار د معاصرې انجنیرۍ شاهکار ګڼل کېږي. دا پل، چې شاوخوا ۷۰۰ متره اوږدوالی لري، د ښار دننه د ترافیکو لپاره نه یوازې اسانتیا برابروي، بلکې د سیلانیانو لپاره یوه زړه راښکونکې ننداره ده. د یاد پل ډیزاین او جوړښت د چین جو د پرمختللې بڼې او اقتصادي ودې یو ښکلی انځور وړاندې کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د یونسکو نړیوال سازمان د چین جو ښار ځینې برخې د تاریخي آبداتو په لیست کې شاملې کړې، چې له دې جملې څخه  ددغه لرغوني ښار هغه ساحې شاملې دي چې د ورېښمو لارې په ترڅ کې د سوداګرۍ او کلتوري تبادلو مهم مرکز و. «د نړۍ سوداګریز مرکز» په نوم دا نومول شوې ساحه د تاریخي ودانیو، مذهبي ځایونو، پخوانیو پلونو، او نورو لرغونو آثارو څخه جوړه ده. دغه ځایونه د سونګ او یوان دورو (۱۰مه تر ۱۴مې پېړۍ)  پورې کلتوري تعامل ښيي، چې په نړیوالو سوداګریزو اړیکو کې یې مهم رول لوبولی دی.

چین جو د تاریخ او معاصر پرمختګ یو ځانګړی امتزاج دی، چې د نړۍ لپاره د کلتوري یووالي، اقتصادي پیاوړتیا، او مذهبي همغږۍ بېلګه ګڼل کېږي. دغه نړیواله غونډه، چې د نوښتګرو نظرونو او ګډو هڅو کوربه وه، د دې ښار د ځانګړتیاوو یوه ژوندۍ نښه ده.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نیمروز؛ د څه باندې ۴۱ ټنه بې‌کیفیته سولرو د واردولو مخه ونیول شوه
اقتصاد او سوداګري

نیمروز؛ د څه باندې ۴۱ ټنه بې‌کیفیته سولرو د واردولو مخه ونیول شوه

سپتمبر 29, 2026
عراقچي؛ نیویارک کې د امریکا او ایران ترمنځ له منځګړو سره وګوري
وروستی خبرونه

عراقچي؛ نیویارک کې د امریکا او ایران ترمنځ له منځګړو سره وګوري

سپتمبر 29, 2026
جوزجان؛ له ازبکستاني سوداګرو سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد او سوداګري

جوزجان؛ له ازبکستاني سوداګرو سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

سپتمبر 29, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved