د سریلانکا – ولسمشریزې ټاکنې/رایه ورکول/نږدې
ایډي: 8395969
نېټه: د سپټمبر 21، 2024
ځای: سریلانکا
موده: یوه دقیقه او درویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-21 15:06
وروستی سمون: 21-09-2024 15:59
کولمبو، سریلانکا – د سپتمبر 21، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
په سریلانکا کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره رایه اچونه د شنبې په ورځ ماسپښین په سوله ییزه توګه پای ته ورسېده. د رایې اچونې له پای ته رسېدو وروسته چارواکو د پایلو د معلومولو لپاره سملاسي د رایو شمېرنه پیل کړې.
ویل کېږي د ټاکنو پر مهال د رایې اچونې څه باندې ۱۳ زره مرکزونه فعال و، چې پکې رایه اچونه د شنبې په ورځ په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پیل او په رسمي ډول د مازیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، په ټول هېواد کې پراخ امنیتي انتظامات نیول شوي و، چې شاوخوا ۶۳۰۰۰ پولیس د ټاکنو امنیت ته ګومارل شوي و څو رایه اچونه په ښه توګه ترسره شي.
د ولسمشرۍ په یادو ټاکنو کې له ۱۷ میلیونو ډېرو کسانو د رایې ورکولو وړ و، چې د ماسپښین تر ۲ بجو پورې د رای ورکوونکو دغه شمېر له ۶۰ سلنې څخه واوښت.
د سږ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر رانیل ویکرماسینګهای، د اپوزیسیون مشر ساجیت پریماداسا د سامګي جانا بالاویګا او انورا کمارا ډیساناییک په ګډون د ملي خلکو ځواک څخه ۳۸ نوماندانو برخه اخیستې وه.
د ټاکنو د ګټلو لپاره یو نوماند باید د ۵۰ سلنه څخه ډېرې رایې ترلاسه کړي.که چېرې هېڅ نوماند دومره اکثریت ترلاسه نه کړي، نو د بیا شمېرنې دویم پړاو به ترسره شي، چېرې چې د رایې ورکوونکو دویم او درېیم غوره توبونه د دوو مخکښو نوماندانو لپاره په پام کې نیول کېږي.
ګوتابیا راجاپاکسا، چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې یې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، له هغه وروسته د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په دغه هېواد کې د سخت اقتصادي ناورین په ترڅ کې له خپلې دندې استعفا وکړه.
وروسته له هغه چې راجاپاکسا استعفا وکړه، رانیل ویکرماسینګهای، د پارلماني رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.